له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته کتنه
کاپیسا
دکاپيسا ولايت دپوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني دپوهنې رياست له مسؤلینو او کارکوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې دياد رياست د نوي تشکيل په باب چې په دې وروستيو کې دپوهنې وزارت له خوا منظور شوى دى معلومات ورکړل .
هغه د نوي تشکيل د پلي کولو په اړه د پوهنې له مسؤلینو او بشري سرچینو ریاست له کارکوونکو سره سلا مشورې وکړې.
هلمند
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د ښوونيزې څارنې ټېم د ناوې ولسوالۍ پوهنې امريت د اداري او تدريسي څانګو،مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
پروان
د پروان ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د دې ولسوالۍ د ښوونځيو او محلي ټولګيو د څلور نيم مياشتنيو ازموينو د څارنې پرمهال له زده کوونکو وغوښتل، چې په خپلو درسونو کې جدي هڅې وکړي.
دایکندي
د دايکنډي ولايت د پوهنې په رياست کې د روان کال د کانکور ازموينې د لارښوونې او د يادې ازموينې نوماندانو ته د نوم لیکنې کارتونو د وېش په اړه غونډه دپوهنې سرپرست قاري عنايت الله سهار تر نظر لاندې او د رياست د کارکوونکو او د راغلي پلاوي ترمنځ جوړه شوه.
ارزګان
د اروزګان ولایت مالي او اداري امريت، د انجینرۍ د مدیریت او د همکارې مؤسسې استازو ګډ ټېم د تخنیکي او مسلکي ارزونې په موخه، د څلورو ښوونځیو د بیارغونې کارونه وارزول.
د يادونې وړ ده چې ياد شوي ښوونځي د ګټې اخيستنې لپاره چمتو شوي دي.
