له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۱۱
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

سرپل

د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د مرکزي دارالعلوم او امام زاده یحیی د درسونو په پرانېست غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د عصري او دیني علومو زده کړې ته د زده کوونکو د هڅولو ترڅنګ د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې.

نیمروز

د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني او ورسره مل پلاوي د ښوونیزو خدمتونو د وضعیت د ارزونې په موخه د زرنج ښار د فروخي هلکانو ښوونځي څخه یې لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي د زده كوونكو والدينو د دې ښوونځي د كتابتون لپاره ۵۰۰ ټوکه درسي كتابونه مرسته وكړه، چې د پوهنې رياست مشرتابه له دوی څخه مننه وكړه.

لغمان

د لغمان ولایت د زرکمر لېسې ادارې د دغه ولایت د زرکمر کلي له علماوو، قومي مخورو او اوسېدونکو سره مشورتي ناسته وکړه او د لېسې د نویو زده کوونکو د جذولو او د شته ستونزو د هواري په برخه کې یې له هغوی څخه د مشورو او مرستو غوښتنه وکړه.

بلخ

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه ترسره شوه چې د یونسکو د سیمه ییز دفتر تر څارنې لاندې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ټولګیو د اداري، تدریسي او یو لړ ستونزو په باب خبرې وشوې.

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو د مزارشریف ښار او د البرز، کوهي او مارمل ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو، دیني مدارسو، د سواد زده‌کړو له سیمه‌ییزو ټولګیو له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه. او د یادو ادارو له مدیرانو او استادانو سره یې د ښوونیزو چارو د ښه والي په باب خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS