له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۱:۲۱
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

ارزګان

د SHAO مؤسسې سیمه ییز دفتر د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ تر خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.
 د ارزګان ولايت د پوهنې ریاست سرپرست مولوي محمدطيب مرحبا له دې روزنيز پروګرام څخه ليدنه وکړه او له ګډونوالو يې وغوښتل چې له سيمينار څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د يادې مؤسسې د استازي په وينا، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسواليو کې د دوى تر ملاتړ لاندې شاوخوا ٢٠٠ سيمه ييزې ټولګي فعاليت لري، چې سلګونو کسانو ته يې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

بلخ

په بلخ ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دې ولایت د شولګرې ولسوالۍ په یو شمېر ښوونځیو کې ښوونکو او زده کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او ښوونېزې بستې ووېشلې.

د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره د کاري ناستې په ترڅ کې د درسي کتابونو او قرطاسیو د وېش لړۍ پای ته ورسوله او له هغوی یې وغوښتل چې د درسي کتابونو د ساتنې او کار اخیستنې په باب  زده کوونکو ته معلومات ورکړي.

همدارنګه د بلخ ولایت د پوهنې رياست د املاکو عمومي مدير د دغه ولايت چمتال ولسوالۍ ته لاړ او د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د مهمو املاکي کتابونو او اسنادونو ارزونه یې وکړه. او په دې برخه کې یې مسئولینو ته د شته نیمګړتیاوو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS