له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۵:۲۱
123

بلخ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت اړوند پلاوی، د ښوونکو او د ښوونځیو د شوراګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه، بلخ ولایت ته تللی او د یاد ولایت له پوهنې مشرتابه سره یې د لیدنې پر مهال، د خپلو موخو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
بل خوا د بلخ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د پوهنې د ودې په برخه کې د دوی کارونه اغېزمن وبلل او له ورغلي پلاوي سره یې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

پکتیا

د ښې حکومتوالۍ په موخه د ملکي او نظامي ادارو د دندو او کړنو د بیا کتنې کمېټې، د پکتیا ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل او د یاد ریاست کړنې او راتلونکي پلانونه یې وڅېړل.
د پکتيا پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، له ورغلي پلاوي سره د پوهنې رياست لاسته راوړنې او ستونزې شريکې کړې او دواړو لورو د راتلونکو همکاريو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت له والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل.
دواړو لورو د ماشومانو د چاپېریال او د هغوی د ښوونې او روزنې لپاره د آسانتیاوو په برابرلو کې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د سمنګان ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت د والي له پاملرنې مننه وکړه او له هغوی یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د سمنګان والي یو ځل بیا له پوهنې رئیس سره له خپل لوري د همکاریو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته، تر څو د یاد ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه په دندو وګمارل شي.

کندوز

د پوهنې په برخه کې یوه همکار بنسټ، په کندوز ولایت کې د سیمه ییزو او چټکو ټولګیو ۱۱۰ تنو ښوونکو ته چې ۵۳ یې ښځې وې، د ظرفیت لوړونې یو سیمینار جوړ او هغوی ته یې د تدریس مېتودونه ور وښودل.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS