له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۲:۱۶
fg

 نورستان
د نورستان ولايت پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمئن، د ښوونيز و چارو د څېړلو په موخه، د ياد ولايت دوآب ولسوالۍ ته  کاري سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ د پوهنې له مسئولینو، ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره د کتنې په ترڅ کې، د هغوی ستونزې وڅېړلې او د حل ژمنه یې وکړه.

 هلمند
 د هلمند ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د ياد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري په مشرۍ ترسره شوه.
په ياده غونډه کې، د شهادتنامو د وېش بهیر پر چټکتیا او د املاکو د ستونزو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

 په یوه بل خبر کې:
 د لوړو زده کړو وزارت کانکور آزموینې پلاوي، د هلمند ولایت پوهنې ریاست په همکارۍ د ياد ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرينو او مدېرانو لپاره، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ؛ چې په ترڅ کې يې ګډون والو ته د کانکور آزموینې اخیستلو طریقې او معیارونه ور وښودل شول.
 په پام کې ده، چې په روان کال کې له هلمند ولایت څخه ۱۳۷ تنه نوماندان په کانکور آزموینه کې ګډون وکړي.

 جوزجان
 د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د شبرغان ښار اړوند شهید محمد یوسف اسحاقزي، مولانا اذنب شبرغاني او د بابا علي د هلکانو لېسو اداري او تدریسي چارې له نيږدې وکتلې.

 نوموړي د هغو ليدنو په ترڅ کې چې د ښوونځيو له مسئولينو، ښوونکو او د ښوونځيو شورا له غړو سره يې درلودې، د درسونو د کيفيت د ښه والي او اداري نظم د ټينګښت په اړه خبرې وکړې.

 کابل
  د کابل ښار يوولسمې ناحيې د پوهنې نوی ټاکل شوی آمر، د ياد ښار پوهنې رئيس حافظ عبدالباسط حقاني له لوري د هغه آمريت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
   د پوهنې رئیس نوي آمر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، له همکارانو وغوښتل، چې د ورځنیو چارو په پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS