له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۹:۳۰
123

 پکتیکا

 د پوهنې وزارت د پلان ریاست دوه تنه کارکوونکو پکتیکا ولایت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست د اړوندو څانګو کارکوونکو ته یو ښوونیز او میتودیک سیمینار داير کړ.
  د پوهنې وزارت پلاوي، د پلان مدېریت کارکوونکو او ښوونيزې څارنې آمرينو ته، د عملیاتي او کاري پلانونو د چمتو کولو، د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د راپورونو لیکلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړه.

 بلخ

 د بلخ ولایت پوهنې ریاست ځانګړې غونډه، د ياد ولايت د ښوونې او روزنې آمر تر څارنې لاندې، د دولتي ادارو او همکارو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
 په ياده غونډه کې ګډون والو د پوهنې ریاست د یو شمېر پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

 کابل

 د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو ملي کمېټې، د کابل ښار اړوند ښوونځیو د کانکور نوماندانو د داخلې کارتونه، د ياد ښار پوهنې ریاست ته وسپارل.

 هرات

 عاطفي بنسټ د هرات ولایت پوهنې ریاست په همکارۍ د کهسان، ګلران، چشت شریف، ادرسکن او اوبه ولسوالیو د ښوونځيو پنځوسوو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار  داير کړ.
 په ورته وخت کې، دغه بنسټ د يادو ولسواليو زرو تنو زده کوونکو ته بکسونه او نور درسي مواد هم ووېشل.

 دایکنډي

 د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس الحاج مفتي رحمت الله مدثر په مشرۍ، د "شيطان لښکر" تر سرليک لاندې علمي سيمينار جوړ شو، چې پکې د ياد رياست آمرينو، مدېرانو، ښوونکو او کارکوونکو ګډون درلود. 
د سيمينار په پای کې
 د ګډون والو پوښتنو ته  ځوابونه هم ورکړل شول.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS