له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ راپورونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۴:۴۲
123

ننګرهار

د ایراني قونسل پلاوي په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو او د یاد ولایت د بهرنیو اړیکو رئیس مولوي فضل هادي احمد یې ملتیا کوله، د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له رئیس او نورو مسؤلینو سره وکتل او د يادې ولسوالۍ د پوهنې وضعيت د ښه والي په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
  یاد پلاوي د خپل سفر په دوام، د يو شمېر ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره هم وکتل او ژمنه يې وکړه، چې د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو په جوړولو کې به د پوهنې له رياست سره جدي همکاري وکړي.


د یو بل خبر له مخې:

د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد ولایت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د زرغونې انا، خالد بن ولید او بېټ نیکه د ښوونځیو غصب شوې ځمکې چې پخوا د یو شمېر خلکو له خوا غصب شوې وې، بېرته را وګرځولې او د پوهنې د ملکیت په توګه یې ثبت کړې.

زابل

د زابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولي د یاد ریاست له مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، له کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو ورځنیو چارو د لا ښه والي لپاره، د نظم او اداري چارو په تطبیق کې د آمرینو اطاعت ته جدي پاملرنه وکړي.

 
نورستان

د نورستان ولايت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د یاد رياست له کارکوونکو وغوښتل، چې خپل کاري مسئوليتونه درک کړي او د ورسپارل شويو دندو د مؤثريت په لاره کې جدي هلې ځلې وکړي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت د امربالمعروف او نهی عن المنکر رياست محتسبینو د یاد ولايت د پوهنې رياست له رئیس او مرکزي کارکوونکو سره وکتل او له هغوى سره يې د تقوا، ښو اخلاقو، صورت،سیرت او اسلامي حجاب په اړه خبرې وکړې.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت دیني مدارسو طلابو ته خوراکي مواد ووېشل شول

یوې خیریه ادارې د پکتیکا ولایت په یوسف خېل، مټاخان او سرروضې ولسوالیو کې د دیني مدارسو ۱۶۰۰ تنو طلابو ته د خوړو کڅوړې توزېع کړې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د فاریاب ولایت یو شمېر ښوونځیو ته لابراتواري مواد ووېشل شول

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست چارواکو او د پروګرامونو د آمرینو او د اړوندو ښوونځیو د استازو په حضور کې، د خیبر ولسوالۍ د المار او صیاد زال ولسوالیو مرکزي لېسو او د خواجه موسی ولسوالۍ مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې "د غوره منځني ښوونځي" ودانۍ ورغول شوه

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند "د غوره منځني ښوونځي" نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۴.۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې چارواکو. . .

BACK TO NEWS