له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
ظطزظطز

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم او تجهیز لپاره ولګول شي.

غزني
په غزني ولایت کې د بېلابېلو وزارتونو د ریاستونو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال کپ نیمه‌پای لوبه ترسره شوه.
په یاده لوبه کې د پوهنې ریاست او نظامي واحدونو د والیبال لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې یې د غزني ولایت پوهنې ریاست د والیبال ټیم ​​وکولای شول، د دې سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړي.

لغمان
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د اوسېدونکي ښاغلي اسدالله لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ اسلام آباد لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو او په رسمي ډول یې په کار پیل وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS