له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
دایکنډي
د دايکنډي ولايت د اشترلي ولسوالۍ، تګاب کلي، د کورګه سفلي عالي لېسې لومړني ښوونځي زده کوونکو لپاره یو الحاقیه ټولګی جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس په دې اړه وويل: د دغه ټولګي فعالولو چارې د ځایي خلکو په وړانديز او له ښوونځي سره د واټن لرلو له امله شوي دي.
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمر مولوي نورالله صلاح الدین سره وکتل او د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ یې د همغږۍ په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئیس، د زده کوونکو لپاره د کتابونو او نورو درسي موادو په برابرولو کې، د بلخ له پوهنې رياست څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه چې د پوهنې رئیس له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.
هلمند
په هلمند ولايت کې د يوې مرستندويه مؤسسې له لوري، د یاد ولايت له پوهنې رياست سره د پنځه قلمه ښوونيزو توکو مرسته وشوه .
د هلمند ولایت پوهنې رياست له مرستې د ستاينې په ترڅ کې، د يادو توکو پر عادلانه وېش ټينګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې:
د هلمند ولايت پوهنې رياست غوښتنو له مخې، محمد ولي رازقي د عبدالصمد روحاني لېسې مدېر په توګه، مولوي ګل احمد د تپه بولان لېسې مدېر په توګه او مولوي محمد عمر بهيرد امان الله خان لېسې مدېر په توګه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې نوي و ټاکل شول او په کارونو يې پيل وکړ.
ننگرهار
یوې مرستندویه مؤسسې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ۳۳ سیمه ییزو ټولګیو څه باندې ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو لپاره، د زده کړې مواد، روغتیايي کڅوړو او د ماشومانو د لوبو سامانونو مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست له یادې ادارې مننه وکړه او د همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.