له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۴۶
123

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د شهداء الصالحین، ریاض العلوم الاسلامیه او حبیبیې مدارسو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادې ولسوالۍ د تعليمي او اداري حالت ښه والي په موخه، مسئولينو ته یو لړ وړاندیزونه او لارښوونې وکړې.

ننگرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو ۴۶۵ماشومانو څخه، د ښوونیزو ټولګیو لپاره د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.
د مسئولینو په وینا، ګډون وال به له آزموینې وروسته د دوی له تعلیمي سویې سره سم، د نیږدې ښوونځیو په اووم، اتم او نهم ټولګیو کې جذب شي.

پروان

د پروان ولایت ښوونې او روزنې آمر او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ترمنځ، د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور آزموینې لپاره د چمتوالي غونډه، جوړه شوه.
په یاده غونډ کې، د آزموینې نوماندانو لپاره د فورمو ډکولو او کارت اخیستلو بهیر، د پوښتنو د حل لارښوونې او د آزموینې اړوند یو شمېر موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

بغلان

دبغلان ولايت د اسلامي زده کړو آمر، د مرکزي بغلان ولسوالۍ دقطيبه بن سعيد البغلاني دیني مدرسې له اداري او ښوونيزو چارو څخه څارنه وکړه .
نوموړي دښوونيز نصاب په تطبيق د ټينګار ترڅنګ، ښوونکو او زده کوونکو ته  د نظم او دسپلين په تړاو ځانګړې لارښوونې وکړې.

ننگرهار

د ننګرهار ولایت  پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقانی او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ترمنځ،  د یاد ولایت د ۱۴۰۲ لمریز کال  کانکور آزموینې د چمتووالي او آسانتیاوو برابرولو په موخه، غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې ، د آزموینې نوماندانو لپاره د فورمو ډکولو او کارت اخیستلو بهیر، د پوښتنو د حل لارښوونې او د آزموینې اړوند یو شمېر موضوعاتو په اړه هر اړخیز تفصیلي بحثونه وشول.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړولو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۶۸ تنو ښوونکو او مسئولینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.

د بامیان ولایت پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

سرپل ولایت کې له ۲۰۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له ۲۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د یادې ازموینې ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان ولایت شیبر ولسوالۍ د ښوونځیو منسوبینو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۹۴ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ۵ ورځنی ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS