له ولایتونو څخه د ښوونیزو کړنو څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۹:۵
123

 بغلان

 د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د ياد ولایت په مرکز کې د سید جمال الدین افغان عالي لېسې څخه لیدنه وکړه او د یادې لېسې له اداري او تحصیلي چارو څخه یې د کتنې پرمهال مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې ديني مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي.

 دایکنډي

 د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د ياد ولایت پوهنې رئیس الحاج مفتي رحمت الله مدثر تر څارنې لاندې، د اړوندو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
 په دې ناسته کې د همکارو بنسټونو د فعالیتونو، د سیمه ییزو زده کړو ټولګیو ته د پاملرنې، د ښځینه زده کوونکو لپاره د خوندي ښوونيز چاپېریال رامنځته کولو او نورو اړينو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

 پنجشېر

 د پنجشېر ولايت پوهنې رياست کاري غونډه د ياد رياست د اسلامي زده کړو د آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
 د يادې غونډې د جوړېدو موخه، په سیمه ییزو مدارسو کې د ښوونکو د ګمارلو، د پوهنې د کیفیت لوړولو، د کاري بهیر د ښه والي او د یاد ولایت د ولسوالیو د ښوونځیو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وشوې.

 ننګرهار

 د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست او د ياد ولایت د خراسان پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
 د ياد تفاهم لیک له مخې، خراسان پوهنتون هغو زده کوونکو ته چې د ننګرهار پوهنې ریاست له لوري د عربي او انګلیسي ادبیاتو په څانګو کې د ماسټرۍ په پروګرام کې معرفي کېږي، ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي.

 بدخشان

 آغا خان بنسټ د بدخشان د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د (د انسان محور طرحه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
 د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال، د ياد پروګرام له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ياد پروګرام يې د پوهنې کارکوونکو د پوهاوي او ظرفيتونو لوړولو په برخه کې اغېزناک وباله.
په پای کې نوموړي د دا ډول پروګرامونه د دوام غوښتنه وکړه.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS