لوګر کې خلکو یوه ښوونځیو ته د ۴ ټولګیو ودانۍ جوړه کړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۲:۳۲
لوګر کې خلکو یوه ښوونځیو ته د ۴ ټولګیو ودانۍ جوړه کړه

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خیلو د نجونو او هلکانو منځني ښوونځي ته د ۴ ټولګیو درلودونکې ودانۍ جوړه شوه.
یاده ودانۍ دیني عالمانو،قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو په ګډه د چندې پر راټولو شویو پیسو جوړه کړې ده.
د خلکو پر چندې جوړه شوې ودانۍ ۴ درسي ټولګي لري، چې په یوه وخت کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري. 
د زقوم خیلو د نجونو او هلکانو په منځني ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۲۲۰ یې نجونې دي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې په روان ښوونیز کال کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو په مرستو کې زیاتوالی راغلی دی. 
هغه زیاته کړه، د لوګر خلکو له پوهنې ریاست په بیلا بیلو کې مرستې کړې دي، ښوونځیو ته یې ودانۍ جوړې کړي، نغدې پیسې یې ورکړي، بند ښوونځي یې خلاص کړي او هم یې په ښوونځیو کې د ښوونځي عمر برابر ماشومانو د شاملولو په برخه کې پراخه ونډه اخېستې ده. 
دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې مخکې هم د یادې ولسوالۍ د قلعه ګهنه لېسې ته د خلکو پر چندې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS