لوګر کې د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم او د خصوصي ښوونځیو د ټولو ټولګیو درسي بهیر پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۰:۴۵
لوګر کې د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم او د خصوصي ښوونځیو د ټولو ټولګیو درسي بهیر پیل شو

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو د ټولو ټولګیو حضوري زده کړې پیل شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو او د بي بي آمنې د نجونو په لېسو او دغه راز د زیري په خصوصي ښوونځي کې جوړ شوې وه، د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، د پوهنې ښاري آمر خواجه سیف الرحمن مؤمنیار، د دغو ښوونځیو آمرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د دولتي او خصوصي ښوونځیو د درسي بهیر د پیل په مراسمو کې له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې ښوونځیو ته د راتلو پر مهال پر ځانونو د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

د کابینې د پریکړې او د ښوونځیو د بیا پیلېدو له لارښود سره سم د وږي د میاشتي په لومړۍ نیټه د دولتي ښوونځیو د یوولسم او دولسم ټولګیو او همدا رنګه د خصوصي ښوونځیو د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې درسي بهیر رسمآ پیل شو.

له دې مخکې د کرونا ناروغۍ د ویرې له امله د هېواد ټول دولتي او خصوصي ښوونځي د تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا تړلي وه، چې زده کوونکو ته یې د یو شمېر رسنیو له لارې غیر حضوري زده کړې ورکول کېدې.

په لوګر کې دا مهال ۲۷۳ دولتي او ۲۲ خصوصي ښوونځي شته، چې د دولتي ښوونځیو په یوولسم او دولسم ټولګیو کې د ۱۵۲۷ نجونو په ګډون ۱۰۳۱۹ زده کوونکي او په خصوصي ښوونځیو کې د ۴۹۷ نجونو تر څنګ ۷۰۳۹ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د دولتي او خصوصي ښوونځیو د درسي بهیر د پیل په مراسمو کې له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې ښوونځیو ته د راتلو پر مهال پر ځانونو د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

هغه زیاته کړه، چې په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې به زده کوونکو ته د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو د لارښوونو په رعایتولو سره زده کړې ورکړل شي.

پوهنې وزارت او د لوګر د پوهنې ریاست د پاتې ټولګیو د حضوري تدریس د پیل په اړه د کابینې پریکړې او د روغتیا وزارت لارښوونو ته په تمه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS