لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۲۲۹ کورسونه فعال شوي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۹:۲۸
لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۲۲۹ کورسونه فعال شوي

په لوګر ولایت د نالوستو کسانو د لوستي کولو په موخه د لیک لوست د زده کړې ۲۲۹ کورسونه جوړ شوي دي. 
دغه کورسونه څه موده مخکې د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا جوړ شوي، چې ۹ میاشتې به دوام وکړي. 
په نوموړو کورسونو کې د ۱۰۷۱ میرمنو په ګډون ۳۰۱۲ کسان جذب شوي دي، چې ټول د پاخه عمر او نالوستي وګړي دي. 
یادو کسانو ته د قران کریم، دري، ریاضي، او املا درس ورکول کېږي، چې ۹ میاشتې وروسته به د زده کړو له نعمته برخمن شي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د بې سوادۍ کچې د راټیتېدو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي څو د بې سوادۍ کچه را ټیټه شي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې په تېرو کلونو کې هم د نالوستو کسانو د لوستي کولو لپاره ورته کورسونه جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS