لوګر کې د مور ورځ ولمانځل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۳۰ - ۹:۲۶
لوګر کې د مور ورځ ولمانځل شوه

د لوګر د پوهنې ریاست د مور نړېواله ورځ د نجونو ښوونځیو د یو شمېر مدیرانو او ښوونکو په شتون کې ولمانځله.

یاده غونډه د شهید عبدالله وردګ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د دولتي چارواکو سربېره د نجونو ښوونځیو مدیرانو، سرښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال ټولو میندو ته د دغې ورځې مبارکي وویله.

هغې زیاته کړه،چې دوی میندو ته د پوهنې په برخه کې ښه کاري فرصتونه برابر کړي او اوس ۸۰۰ میرمنې په دندو بوختې دي.

تدریسي مرستیالې له ټولو میندو غوښتنه وکړه، چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي او له خدای ورکړي حق څخه دې نه محروموي.

وروسته د نجونو ښوونځیو یو شمېر مدیرانو او ښوونکو خبرې وکړې،دوی د پوهنې وزارت هڅې وستایلې او د دغه وزارت له چارواکو د معاشونو د لوړېدو غوښتونکې شول.

ورپسې د نجونو ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو د مور په درناوي ترانې وویلې، چې د میندو له خوا په چکچکو بدرګه شوې.

د غونډې په پای کې یو شمېر ښوونکې د مور د نړېوالې ورځې په ویاړ د ولایت مقام او ولایتي شورا له خوا په ستاینلیکونو وستایل شوې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS