لوګر کې د نظارت غړو او د ښوونځیو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو د نظارت غړو او د ښوونځیو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد روزنیز پروګرام د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزارت د پلان او راپور ورکونې ریاست استازي خالد، د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر احمد مومند او د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان زمان برخه لرله.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د پوهنې وزارت د پلان او راپور ورکونې د لوی ریاست له خوا جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې د ۵ میرمنو په ګډون ۱۳۴ کسانو برخه اخیستې، چې د مرکز او ولسوالیو د نظارت غړي او د ښوونځیو آمران او سر ښوونکي دي.
د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د نوموړو کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي، چې د ښوونځیو د احصائیوي معلوماتو د راټولونې په برخه کې به روزنه ورکړل شي.
د پوهنې وزارت تر دې مخکې هم د لوګر د ښوونځیو آمرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
