میدان وردګو ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ په غزبي کلي کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې مناسبت د پوهنې د مسئولینو، د جغتو ولسوالۍ د مشرتابه پلاوي، علماوو، ولسي مشرانو او د سیمې د خلکو استازو په ګډون یوه ستره غونډه جوړه شوې وه.
په پام کې ده، چې دغه مدرسه په یوه جریب ځمکه کې د ځايي خلکو په مرسته جوړه شي.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس د خلکو دغه کړنه وستایله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو له مخې یې یوه صدقه جاریه وبلله او د پوهنې خواخوږو ته یې د لوی خدای (جل جلاله) له درباره د دنیا او آخرت د بریا دعا وکړه.
