نیمروز کې پر زده کوونکو درسي مواد وویشل شول
د پوهنې وزارت، نیمروز: د نیمروز مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د لومړيو ټولګیو پر زده کوونکو د قرطاسیې ویش پیل شو.
یاد درسي مواد، چې د یونیسف موسسې له لوري مرسته شوي د زده کونکو لپاره قرطاسیه او د کتابونو بیکونه شامل دي.
مرسته شوي درسي مواد د لومړي ټولګیو په ۲۱۳۶۴ تنو زده کوونکو و وېشل شول، چې د یادو زده کوونکو شته اړتیاوې به پرې حل شي.
د نیمروز ولایت د پوهنې رییس مسعود نوري د پوهنې وضعیت ښه کولو لپاره د زده کوونکو د درسي توکو د توزیع ستاینه وکړه، او همدارنګه به د ښوونځیو زده کوونکي به زده کړو ته وهځوي او ډیر ماشومان به ښوونځیو ته جذب کړي.
د یادونې وړ ده چې د یونیسف نړیوالې موسسې د نیمروز پوهنې ریاست سره په ګډه د تدریس وضعیت ښه کولو لپاره تل د دې ولایت له ښوونځیو او زده کونکو سره همکاري کړي.
