هلمند په ښوونځیو کې ۱۳۸۸ حق الزحمه یی او قراردادی ښوونکي ګومارل کېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۱۵:۹
هلمند په ښوونځیو کې ۱۳۸۸ حق الزحمه یی او قراردادی ښوونکي ګومارل کېږي

پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست د ۳۴۴۲ تنو شپاړلسمو، څوارلسمو او دولسمو ټولګیو ښځینه او نارینه وو فارغینو ځخه د حق الزحمه یی او قراردادی ښوونکو د ګمارلو په موخه د یوې رڼې پروسې په پایله کې رقابتي آزموینه واخیستل شوه. 
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یادي ازمویني پر مهال وویل چي له دې ډلې به ۱۳۸۸ تنه د یاد ولایت د مرکز او اړونده ولسوالیو په ښوونځيو کې، چې د ښوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دي، وګمارل شي .
صفاري همدا راز وویل، چي د هلمند پوهنې ریاست د نوي تعلیمي کال لپاره ۱۳۸۸ تنه حق الزحمه او قراردادي ښوونکو ته اړتیا لرل، چې د یادو کسانو په ګمارلو سره به د زده کوونکو پر وړاندي پرتې ستونزي هواری شي.
د هلمند پوهنې رئیس د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استخدام چارې پاي ته ورسیږي.
صفاری همداراز وویل چي د تیر څخه په بیل توپیر دشخص د ښوونځۍ ټاکنه، د رشتې سره سم نوم لیکنه ترسره شوې چې په دې سره به هر کس ته خپل حق ورکول شي.
د یادونې وړ ده ، چې د سنبلې پر ۱۵ مه نېټه نوی تعلیمي کال پیلیږي او یاد ښوونکي به پکي خپل تدریس ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS