پنجشير ولايت کې د کتاب راټولولو کمپاين
پوهنې وزارت، پنجشیر: د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي محمد داود ګلستاني له لومړي ټولګي نه تر نهم ټولګي پورې شاوخوا ( ۶۷۰۰) ټوکه درسي کتابونه په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په رخې ولسوالۍ کې د رخې او غلام حیدر خان لیسو زده کوونکو ته ورکړل.
د پنجشیر ولایت پوهنې رئیس مولانا عتیق الله کریمي د پنجشیر ولایت له درنو اولسونو او حاجی محمد داوود ګلستاني مننه وکړه چې د کتابونو په راټولولو کې یې فعاله ونډه اخیستې، نوموړي زیاته کړه: د پنجشیر ولایت په کچه د درسي کتابونو راټولولو لپاره ټولنیز خوځښتونه مخ په ډیریدو دي، او د اولسونو په همکارۍ او ملاتړ سره، به د ښوونځیو وضیعت ښه کړو، د درس کیفیت به لوړ کړو او په نورو برخو کې به هم پرمختګ وکړو.
