په بامیان ولايت کې يو شمېر ښوونکو ته روزنيزه برنامه پیل شوه
د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اړوند ۸۸ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترويج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې اساسي موخه د ښوونکو د علمي وړتیاوو لوړول، د تدریسي لارو چارو معیاري کول او د ښوونې او روزنې د بهیر کیفیت ښه کول دي.
