په بامیان ولایت کې د ښوونځیو پر ۹۵۳ تنو کارکوونکو خوراکي مواد ووېشل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۲
fdsdf

د یو خیریه بنسټ په همکارۍ او د بامیان ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت ورس ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو په ۹۳۵ تنو ښوونکو، اداري او خدمتي کارکوونکو باندې د یوې بوجۍ اوړو، غوړیو او لوبیا په ګډون خوراکي مواد ووېشل شول. د يادو موادو وېش بهير د دغه ولايت د پوهنې مسئولينو تر څارنې لاندې ترسره شو او ټاکل شوې ده چې همدغه پروګرام په راتلونکي کې د دغه ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS