په بامیان ولایت کې څه د پاسه ۱۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت له لوري، د بامیان ولایت د مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ د ساینسي مضمونونو شاوخوا ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی پروګرام جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار، د دغه پروګرام موخه د ساینس ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړول، د هغوی د تخصصي پوهې پیاوړتیا او د تدریس د لارو چارو ښهوالی وښود.
نوموړي له ګډونوالو ښوونکو وغوښتل، چې له برابر شوي فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، وړاندې کېدونکي موضوعات په ښه ډول زده کړي او ترلاسه کړې پوهه او مهارتونه په خپلو ورځنیو تدریسي چارو کې عملي کړي.
