په بامیان کې د ۲۵۰ زدهکوونکو لپاره ۱۵ ښوونیز مرکزونه جوړ شول
د بامیان ولایت ښاري پوهنې آمریت اړوند د ۲۵۰ زدهکوونکو لپاره د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ۱۵ ښوونیز مرکزونه جوړ شوي دي.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو ښوونیزو مرکزونو کې به زدهکوونکو ته د ۱۰ میاشتو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي ژبې مهارتونه ور زده کړل شي. همدارنګه، په هر مرکز کې یو کتابتون جوړ شوی او زدهکوونکو ته د تدریس د میتودونو په برخه کې هم زدهکړې ورکول کېږي.
