په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۲۹
zzv

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په ۱ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته روانې دي.
ټاکل شوې، چې په دې ودانۍ کې شپږ اداري شعبې او یو د غونډو تالار جوړ شي.
د بلخ پوهنې رئیس مفتي محمدشریف عثماني د شورتپې ولسوالۍ پوهنې آمریت د ودانۍ جوړولو په برخه کې د سیمې د خلکو د همکارۍ او لوړ همت ستاینه وکړه او له ملي سوداګرو او همکارو ادارو یې وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې د وضعیت ښه والي په موخه له پوهنې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په لوګر کې له یوه ښوونځي سره د ۶۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ کمال‌خېل منځني ښوونځي سره د خلکو له لوري د ۶۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، مرسته شوې پیسې د ښوونځي ادارې ته سپارل شوې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په لوګر کې د پوهنې اړوندو ۹ ودانیو بیارغونې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت پوهنې اړوند یوې اداري او د ښوونځیو د ۸ تدریسي ودانیو بیارغونې چارې، د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، دغه پروژې چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۲۰
Background image

د ښوونیز نصاب ریاست د درېیو تخصصي بستونو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت د علمي وړتیا او کاري تجربې پر بنسټ د وړ اشخاصو ګمارنې په موخه، د ښوونیز نصاب ریاست ۳ تخصصي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د ۵ کاري ورځو لپاره اعلانوي:
۱. د کېمیا څانګې علمي. . .

BACK TO NEWS