په بلخ کې یو نوی ښوونځۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۱:۴۴
په بلخ کې یو نوی ښوونځۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت_بلخ: د بلخ نهر شاهی ولسوالی، د باختر په ښار ګوټي کې د استاد الحاج استاد عبدالوکیل نوی تاسیس شوی ښوونځۍ پرانیستل شوه .

د بلخ ولایت د پوهنې رییس، علي الله امیري پوهنې ته د خلکو د ونډې او په خاصه ټوګه په ولایتي شورا کې د خلکو استازي استاد عبدالوکیل ستاینه وکړه او په خلکو یې غږ وکړ چې د ښوونځي په ساتنه کې څانکړي پاملرنه وکړي .

په ولایتي شورا کې د خلکو استازي الحاج استاد عبدالوکیل د اسلام د مبین دین او ساینس له نظره د تعلیم د ګټو په اړه هم خبرې وکړې او په خلکو یې غږ وکړ چې تر څو خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ذکر شوي ښوونځي ځمکه چي ۳۹۰۰ متر مربع ده او د هغې د جوړولو لګښت د ۹۱۸۰۰۰ افغانی دې د استاد عبدالوکیل له خوا د پوهنې ریاست ته ورکړل شوي ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS