په تخار ولایت کې د قرآن کریم ۳۰ تنه حافظان فارغ شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۳:۶
45

د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د پوست خور مدرسې، د ۳۰ تنو حافظانو پر سرونو د فضیلت پګړۍ، د یولړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې  مسئولینو، دیني علماوو، مشرانو او د کورنیو غړو ګډون درلود، وتړل شوې.
په یاده پرتمینه غونډه کې د پوهنې ریاست مسئولینو او نورو ویناوالو هر یو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، په ټولنه کې د علماوو پر مقام او د قرآن کریم د حفظ په فضیلت خبرې وکړې.
د غه راز هغوی په هېواد کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د چمتو شويو فرصتونو سربېره د ملي امنیت د تامین په اړه خوښي څرګنده کړه.
د تخار پوهنې ریاست مسئولینو له خلکو وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د سالمې تربیې او زده کړو په موخه، ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
ګډون والو د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې له بنسټونوسره به خپله همکاري لا پسې غښتلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS