په تخار ولایت کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو ته د وړتيا لوړونې برنامه پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۸
zcxc

په تخار ولایت کې د مدرسینو د مسلکي پراختیا ۷۴ غړو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او د تخار ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي اسماعیل ابو احمد په حضور کې پیل شوه.
د تخار پوهنې رئیس د دغه پروګرام د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د علمي او ښوونیزو ناستو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په ياد علمي پروګرام کې خپلې ترلاسه کړې زده‌کړې نورو مدرسینو ته هم انتقال کړي.
ورپسې، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د مدرسینو د تدریسي ظرفیت لوړونې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له دغه ډول علمي ناستو څخه د خپلو علمي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره اعظمي ګټه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مسلکي پراختیا مدرسینو ته شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د مسلکي پراختیا اړوندو ۹۰ تنو مدرسینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
د دغه پروګرام موخه د مدرسینو د. . .

BACK TO NEWS