په تخار کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې
د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو ودانیزې چارې، چې څه موده وړاندې د معارف دوستو اشخاصو هر یو محترم حاجي عبدالکریم ظریفي او محترم خواجه عبدالله، په مالي مرسته د ۴ میلیونه او ۷۸۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې وې، بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
