په جوزجان ولایت کې د ښوونیزو پروژو جوړولو او بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۵۵
بلت

د جوزجان ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې د تعلیمي برخې د ودانیزو، ترمیماتي او اوبو رسولو پروژو چارې، چې څه موده وړاندې د څه باندې ۱۳۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي لعل‌جان راشد وویل چې دغه پروژې د پوهنې ریاست له یوه همکار بنسټ سره په ګډه پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د شبرغان ښار د جلال‌آباد لېسې لپاره د ۱۰۳ زره او ۸۶۳ ډالرو په لګښت شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، تشنابونه، احاطوي دېوال، د اوبو څاه او د لمریز برېښنا په سیسټم سمبال د اوبو ذخیره جوړه شوې ده.
همداراز د شبرغان ښار د افشارخانې منځني ښوونځي لپاره د ۲۴ زره او ۳۸۲ ډالرو په لګښت ۳۶۴ متره احاطوي دېوال جوړ شوی دی.
دغه راز د آقچې ولسوالۍ د ینګي‌اریغ نجونو ښوونځي د څښاک اوبو څاه، د لمریز سیستم او د اوبو ذخیره هم ترمیم او بېرته فعاله شوې ده، چې ۸۴۵۳.۶۳ ډالر لګښت پرې راغلی او چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم قرارداد لاسلیک شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او اساسي بیارغونې قرارداد له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ.
د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴ میلیونه افغانۍ دی، چې له مخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم واورول شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم د یوې غونډې په ترڅ کې واورول شو.
 د دعوت او ارشاد ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

په غزني ولایت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په یوه سیمه کې یو نوی محلي ښوونځی افتتاح او هم‌مهاله د یاد ښوونځي لپاره د څلورو درسي ټولګیو جوړولو چارې هم د سیمې د خلکو په مالي لګښت پیل شوې.
د ګیلان. . .

BACK TO NEWS