په جوزجان ولایت کې د یوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د ترناب ازبکیه منځني ښوونځي چې له پخوا یې ودانۍ نه درلوده او شاوخوا ۶۵۰ تنه زده کوونکو یې په ازاده فضا کې زده کړې کولې، اوس یې په یو جریب ځمکه کې د رغونې چارې پیل شوې.
په پیل کې د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمې له شریفو خلکو څخه یې د یاد ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله په ځانګړې توګه حاجي عبدالوکیل رسولي څخه مننه وکړه او له نورو خلکو یې هم وغوښتل چې دپوهنې په برخه کې مادي او معنوي همکاري وکړي.
د یاد ښوونځي ودانۍ چې ۵ درسي ټولګي او دوه اداري خونې به ولري، د یو میلیون او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړیږي.
د ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې، د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد سربیره، د ولایت مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د سیمې یو شمېرعلماوو او مخورو هم حضور درلود.
په پای کې د ولایت مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې، د مدارسو او ښوونځیو جوړول یو له خیریه کارونو څخه وګڼل او د ښوونیز وضعیت د لا ښه والي په برخه کې یې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښود.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.