په جوزجان کې د زدهکوونکو علمي پروژې نندارې ته وړاندې شوې
د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د افغان ترک ښوونځي د زدهکوونکو له لوري جوړې شوې څه باندې ۶۰ علمي او ټکنالوژیکي پروژې نندارې ته وړاندې شوې.
د دغه نندارتون جوړولو موخه د زدهکوونکو هڅول، د عملي زدهکړو دودول او د هغوی د علمي مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.
