په خوست ولایت کې د ۴۵ ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په خوست ولایت کې د ۴۵ ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، ښاغلې مجیب الرحمن کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست، ښاغلې تورن جنرال مهمند کټوازی د خوست ولایت والي، د ولسي جرګې استازي هر یو ډاکټر موسی خاورین، غفار خان ټنی، انجیر هلمند هلمند، د خوست ولایت د ولایتي شورا رییس ښاغلې کافیل ریحان، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون نن رسما افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، په دې مراسمو کې د دغه ښوونځیو له پرانېستو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د ۱۴۰ ښوونځیو له جملې څخه ۴۵ ښوونځي د اقرأ پروژې له خوا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ سره، د ۲۰۲ ملیونه افغانۍ په لګښت نن رسمأ ولس ته د خدمت په موخه وړاندې شوې.
آغلې رنګینې حمیدي، د پوهنې وزارت سرپرستې ټینګار وکړ چې د افغانستان ښوونه او روزنه ډیرو کارونو ته اړتیا لري او اوس د دې وخت رارسیدلی چې د تدریس کیفیت لوړ او په هیواد کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو سره سم د غوره ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابرولو په موخه لا ډیرکار وکړو.
