په خوست کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۲:۱۷
په خوست کې د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو چارې پیل شوې

د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته نوې او عصري ودانۍ جوړېږي. 
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د لکڼوسرکیو بوړیو په ښوونځي کې جوړ شوي و، د پوهنې رئیس سربېره پکې د کلیو پراختیا رئیس ،په خوست ولایت کې د ولسي تړون پروګرام مسؤل، د سیمې قومي مشرانو، ځوانانو او ددې ښوونځي زده کوونکو ګډون کړی و.
په یادو ۱۳ ښوونځیو۷۸.۲ میلویونه افغانۍ لګښت راځي، چې په باک، صبریو، دوه منده ، شمل، او په لکڼو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې د اقرا برانامی لخوا تطبیق کیزی.
د خوست پوهنې رییس نصیر احمد روښان په خپله خبرو کې وویل: په خوست کې د جوړیدونکو ۶۳ ښوونځیو څخه د ۳۱ ښوونځیو د جوړیدو چارې عملاً روانې دي. د ۱۱۷ ښوونځیو پروپزل منظور شوی دی چې ډېر ژر به بودیجه ورته انتقال شي. همدا شان د ۱۷۸ ښوونځیو لیست برابر شویدی، چې ژر به پرې کار پیل کړي، هغه همدا راز له ولسونو وغوښتل چې ددې پروژو په نظارت کې ورسره همکاري وکړي.
د پوهنې رییس زیاته کړه، چې د هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړیدو امکانات پیدا کړي، ده په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې په کم وخت به د سرکیو بوړیو د هلکانو لېسې لپاره د درې پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېږدي.
د سیمې خلکو او د ښوونځیو زده کوونکو ددې پروژو د چارو په پیل کیدو خوښي و ښوده او زیاته یې کړه، چې په دې د کار سره به ورته د زده کړې لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS