په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ جلال الدین بلخي لېسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو کارونه یې څه موده وړاندې د سیمه ییزو خلکو په همکارۍ د یو مېلیون افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوی و، اوسمهال بشپړ او په رسمي ډول د پوهنې رئیس، علماءکرامو او د خلکو استازو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله قندیلي په خپله وینا کې د پوهې او علم په لوړ ارزښت د ټینګار ترڅنګ، د ښوونځي د ودانۍ جوړولو په برخه کې د دغې ولسوالۍ د خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: "ماشومان زموږ لپاره امانت دي؛ له همدې امله، اړینه ده چې د دوی تعلیم، روزنې او اخلاقو ته جدي پام وکړو."
د یادونې وړ ده، د پورته ذکر شوي ښوونځي ودانۍ ۱۰ درسي خونې او اداره لري، چې د جوړولو پروسه یې په دوو کلونو کې بشپړه شوې ده.