په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي پراختیايي چارې بشپړې شوې
د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کرمخېل لومړني ښوونځي لپاره د څلورو نويو درسي خونو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په ۲۲۰ زره افغانیو مالي مرسته پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړې شوې دي.
د دغو درسي خونو په جوړېدو سره له ۲۰۰ څخه د زیاتو زدهکوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شو.
