په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۳۰
شسی

د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشي‌کاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې آمر په وینا، ټاکل شوې ده چې  یاده ودانۍ د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شي، چې درې درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د څښاک اوبو یو حلقه څاه او نورې اسانتیاوې به ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې د پورته ذکر شوې ودانۍ په جوړېدو سره به له ۲۰۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته خوندي او مناسب درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS