په سرپل کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ زنجان لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو مالي ملاتړ جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو، د همکارو بنسټونو استازو، علماءکرامو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، یوه تحویلخونه، شپږ تشنابونه او احاطوي دېوال لري، چې په بشپړېدو سره یې د زدهکوونکو لپاره مناسب او منظم ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.
