په غزني ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۲ بابه ښوونځیو بیارغونه بشپړه شوه
د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند د سوکه او لعلچک لېسو د ترمیم او تجهیز پروژې، چې څه موده وړاندې د بهر مېشتو خیر غوښتونکو په مالي ملاتړ د ۱ میلیون ۲۵ زره او ۴۱۲ افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د لمریز برېښنا سیسټم نصبول، د دروازو ترمیم، رنګمالي، د احاطوي دېوالونو جوړول او زدهکوونکو ته د مېزونو او څوکیو برابرول شامل وو.
