په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ «سنایي گردن خدایداد» لېسې لپاره د سیمې علمپرروه خلکو په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه پروژه د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت پلې شوې ده، چې په فعالېدو سره به یې د ښوونځي اداري چارې چټکې او د کمپیوټرونو او نورو برېښنایي وسایلو کارونې زمینه به هم برابره شي.
