په غزني ولایت کې ښوونکو لپاره علمي سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
12514

د غزني ولایت پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ،  د مرکز اړوند رسمي او خصوصي ښوونځيو د ۲۵۰ تنو ښوونکو لپاره «د اسلامي ښوونې او روزنې ارزښتونه او اصول» تر سرلیک لاندې سیمینار پیل کړ.
د دې سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسئولینو، ښوونکو  او یو شمېر دیني علما‌‌ءکرامو هم حضور درلود.
 د چارواکو په وینا، د سیمینار په ترڅ کې به ګډون‌والو ته د اسلامي ښوونې او روزنې اصولو، د ښوونکي د شخصیت جوړښت، د زده‌کوونکو اخلاقي روزنې او د اسلامي ارزښتونو پلي کولو لارو چارو په اړه مفصله روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS