په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
514651

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام‌محمد کاظم له خوا کېښودل شوه.
د پوهنې محترم رئیس د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وویل، چې د یادو ولسوالیو پوهنې آمریتونه تر دې مخکې له مناسب اداري چاپېریال څخه بې‌برخې وو؛ خو د اړتیا وړ بودجې په منظورېدو سره د پورته ذکر شویو پروژو جوړولو چارې پیل شوې.
د پوهنې مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دولینه ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت له ۵ خونو او اړوندو ملحقاتو سره، د پسابند ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت له ۳ اداري خونو او ملحقاتو سره او د تیورې ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت له ۸ خونو او ټولو اړینو اسانتیاوو سره جوړېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS