په غور ولایت کې د ۶۰۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام جوړ شو
د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د ۶۰۰ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړولو درې ورځنی پروګرام پیل شو.
یاد روزنیز پروګرام، چې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ ترسره کېږي، موخه یې د تدریسي کیفیت ښه کولو لپاره د ښوونکو ظرفیت لوړول دي.
د غور پوهنې مسئولینو له ګډون والو وغوښتل چې د سیمینار له زده کړو مهارتونو اعظمي استفاده وکړي.
