په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
ظزظ

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د میدان هوایي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲۸۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې افتتاح او په رسمي توګه د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې، چې لس درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
همدارنګه، د زده‌کوونکو د سپورټي او تفریحي فعالیتونو لپاره د لوبو یو ډګر او د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ښوونځي په انګړ کې یو حلقه څاه هم کيندل شوى دى٠

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

په بغلان کې د پوهنې مالي او اداري کارکوونکو لپاره یو ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړه شوه

د اداري او مالي چارو د روڼتیا د تأمین، د دفترونو د اسنادو او اجناسو لاښه تنظیم، د عامه شتمنیو او اموالو د ساتنې او مراقبت، د اموالو او اجناسو د ضایع کېدو او غیرقانوني استفادې څخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند زبیر ابن عوام مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور. . .

BACK TO NEWS