په غور کې ښوونکو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه
د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار او پسابند ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس، ریاضیاتو او لابرانت ٢٧ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
د یادې برنامې بنسټيزه موخه د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د لابراتوار په برخه کې د هغوی د عملي مهارتونو پیاوړتیا او په ښوونځیو کې د ساینس او ریاضیاتو د تدریسي بهیر ښه کول بلل شوي دي.
