په فارياب ولايت کې د يوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شو.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۳:۴۹
123

 د فارياب ولايت المار ولسوالۍ د قره غويلي لومړني ښوونځي ودانۍ، د ولايت مقام رهبري پلاوي، د پوهنې رياست مسئولينو ، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د دغه ولايت د يو شمېر نظامي او ملکي چارواکو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شوه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د فارياب ولايت مرستيال مولوي حميدالله ارشاد، د پوهنې په ارزښت او د هېواد د بچيانو لپاره د پوهنې وزارت له لوري د لازمو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې او د ياد ولايت د پوهنې له بهير څخه يې د ولايتي ادارې د ملاتړ اعلان وکړ.
 ورپسې د ياد ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله پوهنه د ټولنې له مهمو اساسي اړتیاوو څخه وبلله او د پوهنې ریاست یې د ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو په برابرولو کې ژمن وباله.
 نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.
 د یادولو وړ ده، چې یاد لومړنی ښوونځی شپږ درسي ټولګي د نورو اړینو لوازمو سره لکه: د اوبو څاه، لمریزې برېښنا سیستم، د سپورت میدان او ۱۰۸عدده میز، څوکیو او نور اړينو وسايلو سمبال دی، چې ټولټال ۱۶ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او په یوه وخت کې د ۳۰۰ تنو زده کوونکو د زده کړې ظرفیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS