په فاریاب ولایت کې د ۱۳.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۹ بابه مدارسو او ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۴۳
h
د فارياب ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد له خوا، د یاد ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۱۹ بابه دارالعلومونو، مدارسو او ښوونځيو د بيارغونې او ترمیم پروژې په رسمي ډول پيل شوې.
د پوهنې رئيس د څرګندونو له مخې، په تېرو کلونو کې د دغو ښوونیزو مرکزونو ودانۍ د بېلابېلو عواملو له امله يوڅه وېجاړې شوې وې، چې زده کوونکو يې په نامناسب ښوونيز چاپېريال کې زده کړې کولې.
نوموړي څرګنده کړه: د همدغو مدارسو او ښوونځیو د بيارغاونې ټولیز لګښت ١٣،٥ مېليونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.
بل پلو يو شمېر علماوو او د خلکو استازو د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې د پوهنې د مشرتابه له پاملرنې قدرداني او خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS