په فراه ولایت کې د خلکو په مرسته د یو باب مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۲۵
dfsges

د فراه ولایت د یو تن جید دیني عالم په مرسته، د دوه میلیونه افغانیو په لګښت په یاد ولایت کې د عبدالله بن مبارک( رضی الله عنه) دیني مدرسه جوړه او د پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم له لوري په داسې حال کې، چې یو شمېر علماوو، قومي مخورو او د مدارسو مسئولینو ګډون درلود، پرانیستل شوه.

ويناوالو هر يو له مدارسو او ښوونځيو سره مرسته يو له صدقه جاریه اعمالو څخه وګڼله او له نورو شتمنو خلکو يې هم وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت له پلانونو او پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام سره د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د فراه ولایت د دغه دیني عالم له ملاتړ او مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS