په فراه کې د پوهنې ریاست یو شمېر اداري کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې برنامه جوړه شوه
د فراه ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شمسالله کامران آخندزاده په حضور کې، د ښوونځیو مسوولینو او د یاد ریاست د مرکزي هستې اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه رسماً پیل شوه.
د دغه روزنیز پروګرام اساسي موخه د ګډونوالو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري او مدیریتي مهارتونو پیاوړتیا، د پلان جوړونې او راپور ورکولو په برخو کې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول، د ښوونځیو او د پوهنې ریاست په کچه د اداري چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره د زمینې برابرول دي.
تمه ده چې د یادې برنامې په بشپړېدو سره ګډونوال وکولای شي، خپلې اداري او مدیریتي چارې په لا ښه، منظم او مسلکي ډول ترسره او ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو اړوندو برخو کې پلي کړي.
