په لغمان ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۴۲
123

د هېواد د پوهنې له نظام سره د خلکو د همکارۍ په دوام دا ځل، د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ د احمد خان د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې د یو تن دوست شخصیت میر افغان صافي په شخصي لګښت، د یو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د یاد ولايت د والي او مشرتابه پلاوي سربېره د پوهنې رئيس، علماوو او عامو خلکو ګډون درلود؛ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت والي الحاج قاري زین العابدین عابد د عامه ځایونو جوړولو ته په اشارې سره زیاته کړه: یاد ښوونځی زموږ د ګران هېواد د پوهنې د یوه دوست شخصیت په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی، بې له شکه چې دا د نوموړي لپاره صدقه جاریه حسابیږي او موږ یې د دغه نېک کار له امله ستاینه او هرکلی کوو.
ورپسې د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د موضوع په اړه د خبرو پر مهال د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د پوهنې د ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د یاد لومړني ښوونځي ودانۍ څلور درسي ټولګي، یوه اداري خونه له نورو اړینو ملحقاتوسره لري، چې په پینځه جرېبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شوې ده.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د ياد ښوونځي د تجهيزاتو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او له خلکو یې وغوښتل، ترڅو د ښوونيزو پروګرامونو څخه دملاتړ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS